چهارشنبې ورځ د ١۴٠۴/٢/١٧ نېټه، د رازی دلوړو زدهکړو مؤسسې د طبی تکنالوژی پوهنځی رئیس او درنو استادانو د محصلینو د عملی کار (ستاژ )له بهیرڅخه لیدنه او څارنه وکړه.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه چې د عملی زده کړو جریان وارزول شی، او د محصلینو حضور او فعالیتونه وڅېړل شی، او دا ډاډ ترلاسه شی چې درسی محتویات په مؤثر ډول په واقعی کاری چاپېریال کې تطبیق کېږی. د څارنې پر مهال د محصلینو وړاندیزونو ته غوږ ونیول شو او د زده کړو د بهیر د لا ښهوالی لپاره لازمې مشورې ورکړل شوې.
د رازی د لوړو زده کړو مؤسسه ژمن ده چې د معیاری زده کړو لپاره لازم فرصتونه برابر کړی تر څو ټولنې ته تخصصی او ژمن کدرونه وروزی.