قدردانۍ او مبارکۍ پیغام!

د رازی پوهنتون مشرتابه، استادان، محصلین او ټول علم‌دوسته ملت د زړه له کومې:
د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبت‌الله اخندزاده حفظه‌الله
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوی ندا محمد ندیم
او د لوړو زده کړو وزارت ټولو محترمو رئیس صاحبانو او مسئولینو ته د زړه له کومی مننه او ، قدردانۍ کوی.
د دوی د نه ستړی کېدونکو هڅو، ژور نظر او علم‌دوسته پالیسۍ په برکت، رازی د لوړو زده کړو مؤسسه د ارتقاء مقام ته ورسېده او په رسمی توګه:
رازی پوهنتون ته ارتقاوکړه!
د لوړو زده کړو محترم وزارت د (۱۳/۱۱/۱۴۴۶ هـ ق) نېټې، (۴۵۹۰) ګڼه وړاندیز او د اسلامی امارت د محترم مشرتابه د (۱۵/۰۲/۱۴۴۷ هـ ق) نېټې، (۳۴۷/۹۹۰) ګڼه حکم پر بنسټ، د رازی د لوړو زده کړو مؤسسه اوس رسماً د رازی پوهنتون په نوم پېژندل کېږی.
دغه ستر بدلون د علمی معیارونو، اکادمیکو شرایطو او د مؤسسې د مشرتابه، استادانو، محصلینو او ملاتړ کوونکو د مخلصانه هڅو پایله ده.
دا لاسته راوړنه یوازې د رازی د علمی کورنۍ بریا نه ده، بلکې د افغانستان د تحصیلی نظام لپاره یوه مهمه او مثبته پرمختیا بلل کېږی.
موږ ژمن یو چې له دې وروسته به هم د علم، تحقیق، اخلاقو او کیفیت په برخه کې لا ډېر کار کوو، ترڅو خپلو ځوانانو ته د روښانه راتلونکی دروازې پرانیستې وساتو.
په پای کې، یو ځل بیا له ټولو هغو کسانو مننه کوو چې زموږ ترڅنګ ودرېدل، ملاتړ یې وکړ، او زموږ د ودې سبب شول.
په درنښت،
د رازی پوهنتون مشرتابه هیئت

دیدگاه‌ خود را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

پیمایش به بالا